زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-11-10  |  2024-05-18  |  تازه شوی په: 2024/05/18 - 04:44:5 FA | AR | PS | EN
په بامیانو کې د دریو بهرنيو اتباعو وژل کېدل تایید شو             د کابل په صنعتي پارکونو کې د جامو یوه فابریکه پرانیستل شوه             د قطر د بشرپاله مرستو درېيمه جوپه مزار شریف ته راورسېده             د دوحې غونډې ته د چمتوالي بحثونه             په شپږو وزارتونو او ریاستونو کې به اداري طرزالعملونه ساده شي             روسیې د افغانستان له سیلاب‌ځپلو سره د مرستې لپاره چمتو دی             ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو             ایران کې د هندي کمپنیو پانګونې دوی د بندیزونو خطر سره مخ کړي             په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو ویجاړول دوام             افغان ماشومان بې‌کوره شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري             د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو لپاره د نوي میکانیزم جوړول             زلنسکی په ختیځ دونیتسک کې د جګړې د لومړۍ لیکې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله             په بغلان ولایت کې د تېرې ورځې سېلابونو تر ۳۰۰ ډېر کسان وژلي دي             په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب شو             سټولټنبرګ: ناټو اوکراين ته د پوځيانو د لېږلو پلان نه لري            

تاريخ النشر: 2022/01/04 - 12:40:4
زيارة: 610
مشاركة مع الـأصدقاء

د قدرت انحصار نه کوو، خو پخوانیو مفسدو چارواکو ته حکومت کې ځای نشته

د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزار لومړی مرستیال ملا غبدالغني برارد وايي، چې د مخکني حکومت مفسدو چارواکو ته په هېڅ صورت په حکومت کې ځای نه ورکوي.

ښاغلي برارد چې په لومړي ځل د ملي رادیو تلوېزیون سره مرکه کوله، ټینګار وکړ، چې حکومت به پر پخوانیو مفسدونو بدنام نه کړي.

ښاغلي براد په دغه مرکه زیاته کړه، چې د قدرت د انحصار خبره رد کړه ویې ویل، چې حکومت ټول شموله دی او د ټول شمولوالي لپاره یې لا هم هڅې روانې دي.

هغه و ویل« طالبان یوه ډله نه بلکې یو نظام دی، ټول اقلیت او اکثریت قومونه خپل ځان په کې لیدلای شي، خو دا یوه خبره کوم، چې موږ خپل نظام په پخوانیو څو مفسدو څېرو نه بدناموو، دا ځکه که موږ هغوی ته ځای هم ورکړو، نو د هغوی فساد او خیانت عادت ګرځېدلی او نه ځینې اوړي.»

ملا عبدالغني برادر د هېواد د اقتصادي ستونزو په اړه و ویل، چې ولس باید له صبر او حوصلې څخه کار واخلي، ځکه اسلامي امارت د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره جدي هڅې پیل کړې دي.

د هغه په وینا د دوی د هرې ورځې د ناستې لومړی خبره د هېواد د اقتصاد په اړه وي، چې څنګه کولی شي، اقتصاد ښه شي، خلکو ته د کار او تعلیم زمینه برابره شي.

دی وايي، چې د همدې لپاره اسلامي امارت هڅه کوي، چې د هېواد د معدنونو استخراج ته زمینه برابره کړي چې په وینا یې په همدې تړاو له ځینو سوداګرو، شرکتونو او ان ځینو هېوادونو سره خبرې اترې روانې دي.

ښاغلي برارد د نړیوالو په ځانګړي ډول د امریکا هغه تورونه او اوازې هم رد کړې، چې ګڼې اسلامي امارت بشري حقونو ته درناوی نه کوي او یا هم افغانستان له بحران سره مخ دی.

نوموړي ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته کلک ژمن دی او تر اوسه پورې څوک نه شي ښودلی، چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو تر اوسه پورې د هېواد په کوم ګوټ کې له یوې مېرمنې سره زور زیاتی شوی دی.

د هغه په وینا د ښځو د تعلیم او کار لپاره هم د اسلامي امارت هڅې روانې دي، خو په وینا یې دا هر څه به د اقتصاد له ښه کېدو او تخنیکي ستونزو وروسته برابرېږي.

ښاغلي برارد د بشري حقونو په اړه د پوښتنې په ډول و ویل، چې د بشري حقونو درناوی امریکا او نړیوال نه کوي، که اسلامي امارت.

نوموړي د افغانستان کنګل شوې پیسې وښودې، چې په کوم اساس امریکا او نړیوالو کنګل کړې او دا څنګه بشري حقونه دي، چې امریکا د افغان ولس پیسې کنګل کړې دي.

هغه دا خبرداری هم ورکړ، چې نړۍ خو افغانستان کې د بشري بحران او فقر نارې وهي، خو په وینا یې که چېرته د افغانستان پیسې خوشې نه کړي نه یوازې افغانستان، بلکې ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو ته به هم ستونزې جوړې شي.

دی وايي، که نړیوال او امریکا په رښتیا غواړي افغانستان کې بشري ناورین رامنځ ته نه شي، نو د افغانستان حکومت دې په رسمیت وپېژني، تر څو راکړې ورکړې ته زمینه برابره شي او د افغانستان اقتصاد په خپلو پښو ودرېږي.

نوموړي په ورته وخت کې د نړیوالو له خوا د بشري مرستو مننه وکړه، خو په وینا یې اصلي مرسته به دا وي، چې حکومت په رسمیت وپېژني تر څو افغانان په خپله خپل اقتصاد په پښو ودروي.

ښاغلي برادر د جمهوري نظام له پوځي او امنیتي منسوبینو سره د تاوتریخوالي ادعاوې هم رد کړې او دا یې د غرب او مډیا تبلیغات وبلل.

نوموړي زیاته کړه، چې د پخواني نظام له افسرانو سره په ښکاره زورزیاتی نه دی شوی، خو که چا په پټه کړی وي هم نیول شوي او په سزا به ورسېږي.

ده و ویل«دا تبلیغات دي، موږ د خپل امیرالمؤمنین د حکم په اساس حتا د چا د وهلو اجازه هم نه لرو.»

په همدې ترڅ کې ښاغلي برادر د پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني هغه خبره هم رد کړه، چې ویلي یې وو، که کابل کې پاتې وای وژل کېده.

ښاغلي برارد و ویل«که هغه باچا و که ګدا وو که هر څوک په دغې اداره کې زموږ له طرفه ورته عفوه وه. نو موږ به څنګه یا اشرف غني وژلی یا به مو بل وژلی؟ موږ عفوې ته ژمن یو. موږ د خپل مشرتابه چې کوم هدایت موږ ته شوی وو هغه ته ټول مجاهدین ژمن وو.»

ملا برادر د طالبانو پر ضد د مقاومت هڅو ته په اشارې سره زیاته کړه، چې ټول افغانستان د اسلامي امارت تر کڼټرول لاندې دی او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې امنیت اخلال کړي.

ښاغلي برادروويل« هغه وخت چې د امریکا په شمول ۴۵ هېوادونه یې ملګري وو، ځمکه او اسمان یې په واک کې وو، په افغانستان کې یې ځان ټینګ نه کړ. موږ باوري یو چې په ټول افغانستان کې به د یوه کلي د نیولو توان هم ونه لري.»

د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا لومړی مرستیال د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا ملت ته ډاډ ورکړ، چې دوی د اقتصادي ستونزو د حل لپاره جدي هڅې پیل کړې او ملت ته پکار ده، چې لږ صبر وکړي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/25615






*
*

*



قرأ

د همالیا ټرانس په غونډه کې د طالبانو حکومت استازي ته د ګډون بلنه


په بامیانو کې د دریو بهرنيو اتباعو وژل کېدل تایید شو


د دوحې غونډې ته د چمتوالي بحثونه


په شپږو وزارتونو او ریاستونو کې به اداري طرزالعملونه ساده شي


ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو


زلنسکی په ختیځ دونیتسک کې د جګړې د لومړۍ لیکې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله


په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب شو


سټولټنبرګ: ناټو اوکراين ته د پوځيانو د لېږلو پلان نه لري


که اسراییل پر رفح ښار پراخ برید وکړي، وسلې نه ورکوم


روسیه کې نیول شوي سرتېري مو عسکري مقررات نقض کړي


د طالبانو حکومت او ټي ټي پي د پاکستان د پوځ وروستۍ ادعا رد کړه


روسیې په یوه نړیواله ناسته کې مولوي عبدالکبیر ته د ګډون بلنه ورکړې


تر څو چې ټول افغانان یوې موافقې ته ونه رسېږي د افغانستان مسئله به حل نه شي


د اسلامي همکارۍ سازمان په روانه سرمشريزه کې د طالبانو پلاوي هم ګډون کړی


د چمن پرلت مسوولان د پرونۍ پېښې د عاملانو د نیولو او محاکمې غوښتنه


هندي پولیسو افغان جنرال کونسلې ذکیه وردګ سره ۲۵ کیلو ګرامه سره زر نیولي


محمد یعقوب مجاهد د آذربایجان له سفیر سره وکتل


واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي


ننګرهار کې ۳۴زره ټابلېټ‌کا ګولۍ نيول شوې


جان بس په قطر او اسلام اباد کې "پر افغانستان" غږېدلی


یو شمېر اروپایي هېوادونه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني


د اوکرايين پوځ مشر وايي په لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی


د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ په افغانستان کې سختدریځې ډلې دي


په افغانستان کې د جګړې دوران پای ته رسېدلی


افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت اندېښمن کړي یوو





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان